سه شنبه, مارچ 10, 2026
سه شنبه, مارچ 10, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان به ډېر ژر د مالګې له پلوه پر ځان بسیا شي

د طالبانو رييس الوزراء خبر ورکړی، چې د کورنیو کانونو څخه د مالګې ایستل زیاتوالي سره، افغانستان به نور د مالګې واردولو ته اړتیا ونه لري او هېواد به ډېر ژر د مالګې په سکتور کې پوره ځان بسیاينې ته ورسېږي.

د طالبانو د لومړي وزیر د نوي اعلان پر بنسټ، اوس مهال په هېواد کې د ۱۲ جوړ شویو کانونو څخه مالګه په مسلکي توګه اېستل کېږي او د ایستلو ظرفیت یې په میاشت کې له ۲۸ زرو ټنو څخه ډېر او په کال کې ۳۴۴زره ټنو ته رسېدلی دی. دا کچه د هېواد د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا برابروي، چې په کال کې شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه اټکل کېږي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د تخار، سمنګان، بلخ، فاریاب، غور، هرات، پروان، پکتیا، غزني او کندهار په ولایتونو کې د مالګې لویې او لوړ کیفیت لرونکي زیرمې رامنځته شوي او د دې کانونو مالګه د کیفیت له پلوه په لوړه کچه ارزول شوې ده.
د طالبانو د رياست الوزراء دفتر ټینګار کړی، چې د کورني تولید ملاتړ او د کانونو سکتور پیاوړتیا لپاره، د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، افغانستان ته د هر ډول مالګې واردول منع شوي دي. له دې پرېکړې سره سره، د مالګې پروسس او تولیدي کارخونو ته هم د ملاتړ او همکارۍ ژمنه شوې ده.
په تېرو وختونو کې، د افغانستان د مالګې مصرف یوه لویه برخه له بهر څخه واردیدله، خو اوس، د کورنیو کانونو په فعالولو سره افغانستان توانېدلی، چې په دې سکتور کې د ځان بسیاینې په لور یو اغېزمن ګام پورته کړي. حکومت باور لري، چې د کورني تولید وده به د اقتصادي خپلواکۍ او پراخه کارموندنې لپاره لاره هواره کړي.

- Advertisment -spot_img