پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کابل او استانې ترمنځ پر مستقیمو پروازونو خبرې وشوې

د طالبانو ‏د ټرانسپورټ وزارت د نړیوال واټ ټرانسپورت معین ملا عبدالسلام حیدري د قزاقستان ټرانسپورټ وزارت مرستیال کالیاکپاروف ماکسات سره کتلي.

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت خبر ورکړی، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ترانسپورټي اړیکو، دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوال واټ ټرانسپورټ لېږد را لیږد هوکړې او د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمو پروازونو پر پیل خبرې وشوې.
حیدري قزاقستان سره ټرانسپورټي اړیکې له سیمې او نړۍ سره د همکاریو پیاوړتیا په اړه د افغانستان ستراتیژۍ مهمه برخه بللې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې هوکړو عملي کول به د دواړو هېوادونو او سیمې سره په سوداګریزو او ټرانزیټي راکړه ورکړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
بل‌ لورته د قزاقستان ټرانسپورټ وزارت مرستیال هم افغانستان سره د ټرانسپورټ برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

- Advertisment -spot_img