جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د خوب درمل ښايي د دماغ پاکولو سیسټم ګډوډ کړي

د ډنمارک ساینس پوهانو نوې څیړنه ښیي؛ د خوب په وخت کې دماغ د ګلیمفاټیک سیسټم په مرسته ځان له زهرجنو او اضافي موادو څخه پاکوي.

دا پروسه د دماغ روغتیا او د الزایمر په څېر ناروغیو مخنیوي لپاره خورا مهمه ده.

په موږکانو ترسره شوې څېړنه کې، دا لیدل شوي چې د خوب ګولۍ لکه”Zolpidem / زولپیډم” د بې خوبۍ درملنې لپاره کارول کېږي، د دماغ پاکولو سیسټم فعالیت کموي.

موږکانو چې دا درمل یې خوړلي لږ نورپینفرین تولیدوي. دا ماده د دماغي مایع حرکت او د زهرجنو موادو اخراج لپاره کلیدي رول لوبوي.

څېړونکي وايي چې ژور او کیفیت لرونکي خوب د دماغ په پاکولو کې مرسته کوي، مګر د خوب د ځینو درملو کارول ممکن دا مهم بهیر ګډوډ کړي.

دا موندنې د دماغي ناروغیو او د دوی د مخنیوي لارو په ښه پوهېدو کې ګټورې ثابتېدای شي.

- Advertisment -spot_img