- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د مصنوعي ځيرکتیا په اړه د نړۍ مشرانو ضد او نقیض خبرې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو په اړه ځینې اندېښنې له حده زیاتې شوې دي او د نوموړي په وینا، «ډېرې منفي کړۍ» د دې ټکنالوژۍ په اړه وېره خپروي.
ټرمپ په ایرلنډ کې خبریالانو ته ویلي، امریکا باید د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپل مخکښ دریځ وساتي او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد د دې ټکنالوژۍ په پراختیا کې له چین څخه مخکې دی. نوموړي ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د ځینو مقرراتو وضع کول ممکن مناسب وي، خو د وېرې پر بنسټ بحثونه باید د دې ټکنالوژۍ د پرمختګ مخه ونه نیسي.
د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې دي چې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ د احتمالي خطرونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د «انتروپیک» اجرائیوي مشر داریو امودي د پیاوړو مصنوعي ځیرکتیايي سیستمونو د جوړولو د بهیر د ورو کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ټکنالوژۍ د پراختیا سرعت باید له خوندیتوب سره هممهاله تنظیم شي.
د امودي له دې غوښتنې سره د «اوپن‌اې‌آی» اجرائیوي مشر سام الټمن او د «ایکس‌اې‌آی» مشر ایلن مسک هم ملاتړ څرګند کړی دی. امودي خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امریکا او چین سیالي، د احتمالي خطرونو د کنټرول لپاره نړیوالې همغږۍ ته لا ډېره اړتیا رامنځته کوي.

- Advertisment -spot_img