سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د شیدو لارې ته ورته کهکشان کشف شوی

په دې وروستیو کې داسې کهکشان کشف شوی چې د کایناتو په لومړیو دورو پورې تړاو لري، خو په حیرانوونکي ډول د شیدو لارې کهکشان ته ډېر ورته دی، هغه کهکشان چې زموږ لمریزه منظومه په کې موقعیت لري.

دا کهکشان، چې «J0107a» نوم ورکړل شوی، تاو راتاو جوړښت لري. دا کهکشان د شیدو لارې پرتله ډېر زیات جرمونه لري او د تېرو زمانو د کهکشانونو د جوړېدو په اړه نوی لیدلوري وړاندې کوي.

دغه کهکشان شاوخوا ۱۱.۱ میلیارد کاله مخکې رامنځته شوی، یعنې هغه مهال چې کاینات د اوسني عمر یوازې نژدې پنځمه برخه عمر درلود.

څېړونکو د دې کهکشان د مطالعې لپاره د چیلي د آتاکاما د ترویتون له معلوماتو او د ناسا له جیمز ویب فضايي تلسکوپ څخه کار اخیستی دی.

د موندل شویو معلوماتو له مخې، د J0107a کهکشان له ټولو جرمونو، چې ستوري او ګازونه په کې شامل دي، د شیدو لارې له کهکشان څخه لس چنده زیات دی او هر کال نژدې ۳۰۰ چنده ډېر ستوري تولیدوي. سره له دې، J0107a د شیدو لارې په پرتله ډېر متراکم دی.

د جاپان د ستورپوهنې د ملي مرکز یو ستورپوه، شوو هوانګ، چې دا څېړنه یې په “نیچر” مجله کې خپره کړې، ويلي: «دا کهکشان یو ستر مثال دی، چې په کې د ستورو جوړښت چټک دی او او د نورو کهکشانونو پرتله ډېر ګازونه لري.»

د جاپان د شیزوکا پوهنتون ستورپوه او د مقالې یو بل لیکوال، توشيکي سایتو، ویلي: «دغه کشف دا مهمه پوښتنه راپورته کوي،چې دا دومره لوی کهکشان څنګه توانېدلی چې دومره ژر او د کایناتو په لومړیو کې جوړ شي؟»

نژدې ټول هغه کهکشانونه چې اوس د J0107a په کچه د ستورو فعالیت لري، د ادغام یا د کهکشاني ټکر له امله رامنځته شوي. خو دا څېړنه وایي چې په J0107a کې د داسې حالت هېڅ نښه نشته.

سایتو زیاته کړه چې J0107a او شیدو لاره کهکشان یو شمېر ورته‌والي لري: «د دوی سایزونه تقریباً یوشان دي او ورته تاوراتاو جوړښت لري، خو شیدو لاره د خپل جوړښت لپاره ډېر وخت درلود، په داسې حال کې چې J0107a دومره وخت نه درلود.»

د ستورپوهانو په باور، د کایناتو په لومړیو میلیاردونو کلونو کې د لویې چاودنې (Big Bang) له پېښې وروسته چې ۱۳.۸ میلیارد کاله مخکې شوې، کهکشانونه بې‌ثباته وو، خو له ګازو نه بډایه وو، چې دا وضعیت د ستورو د چټک جوړېدو سبب شو.

- Advertisment -spot_img