یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائيل غزه کې د اوږدمهالې جګړې هوډ کړی

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو ويلي،چې نږدې ورځو کې به غزې ته نور سرتېري ولېږدوي او د حماس د له‌ منځه وړلو لپاره به پراخ عملیات پیل کړي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي،چې نن چهارشنبې، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو له امله ۶۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مړو شویو او ټپیانو شمېر ښايي له دې هم لوړ شي.

لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو تېره ورځ د غزې جګړه کې ټپي شویو سرتېرو سره د لیدنې پرمهال ویلي،چې غزه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې درولو لپاره هېڅ لاره نشته.

هغه زیاته کړې: «که حماس ووايي چې ډېر برمته شوي خوشې کوي، موږ به هغه واخلو او په ټول ځواک به غزې ته ننوځوو، خو په هېڅ وجه به دغه جګړه ونه‌درېږي.»

په ورته مهال حماس ويلي چې پاتې برمته شوي به هلته خوشې کړي،چې اسرائیل له غزې ووځي، فلسطیني بندیان خوشې کړي او پر وینا یې، دایمي اوربند ته لاره هواره شي.

اسرائیل داهم ویلي: ۵۸ برمته شوي له حماس سره دي،چې له ډلې یې، ۲۳ ژوندي دي.

پاتې نور کسان د دواړو لوریو ترمنځ د شویو هوکړو په پایله کې خوشي شوي دي.

- Advertisment -spot_img