یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د اروپايي ټولنې ملاتړ دوه برابره زياتېږي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ ويلي،چې په افغانستان کې د سره ‌صلیب او سرې میاشتې له نړيوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ نن سې‌شنبه پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي،چې په افغانستان کې د سره‌ صلیب او سرې میاشتې له نړيوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي. د دغو مرستو کچه مخکې ۲۵۰ زره یورو وه او اوس ۵۰۰ زره یورو ته لوړېږي.

خو دې ادارې د یادې مرستې د تطبیق د مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ زیاته کړې، لسګونه زره کسان چې له پاکستانه وتلو ته اړ شوي، افغانستان له راستنېدو وروسته له بېوزلۍ او ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي.‎

یادې ټولنې زیاته کړې،چې سرپناه، روغتیایي پاملرنه، خواړه او پاکې اوبه د دغو خلکو له بېړنیو اړتیاوو دي.

د یادونې ده چې هره ورځ زیات شمېر افغان کورنۍ په زور له پاکستانه را ایستل کېږي او خپل هېواد ته راستنېږي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د افغانانو د خوندي او باعزته راستنېدو د شرایط تر برابرېدو د هغوی د جبري ایستلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img