سه شنبه, مارچ 10, 2026
سه شنبه, مارچ 10, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

شاهد خروټی له خپل پاکستاني سیال سره لوبه لري

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټی د «PPBA» سازمان په چوکاټ کې سبا د جمعې په ورځ له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي.

افغان سوک‌وهونکي شاهد خروټي ویلي،چې سبا مازدیګر شپږ بجې د پښتونخوا په پېښور ښار کې له خپل پاکستاني سیال سره لوبه لري.

هغه ویلي، دغه لوبه د PPBA سازمان په چوکاټ کې په ۶۶ کیلو ګرامه وزن کې ترسره کېږي.

شاهد خروټي له دې وړاندې په دوو وروستیو لوبو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او په خبره یې چې سبانۍ لوبې ته یې هم بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د نوموړي په خبره، د هغه سیال بیا په خپلو دوو وروستیو لوبو کې یوه ګټلې او یوه یې بایللې ده.
خروټي له خپلو هېوادوالو غوښتي،چې د لوبې د بریا لپاره ورته دعاګانې وکړي.

- Advertisment -spot_img