چهارشنبه, مارچ 11, 2026
چهارشنبه, مارچ 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو ۸۰ مه کلیزه نمانځي

جرمني نن پنجشنبې په اروپا کې د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د ۸۰ مې کلیزې په مناسبت د دغه هیواد په پارلمان کې غونډه په شاندارو مراسمو سره نمانځي.

د جرمني د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر په خپله وینا کې ویلي،چې هغه به د اوکراین جګړې په تړاو د روسیې د تاریخ د تحریف، د نړیوالو قوانینو پر وړاندې د ګواښونو او په لوېدیځ ډیموکراسۍ کې د افراطیت د ودې په اړه خبرې وکړي.

د روسیې او بیلاروس سفیران د اوکراین په جګړه کې د دوی د حکومتونو د رول له امله غونډې ته نه وو بلل شوي.

دا مراسم د ۱۹۴۵ م کال د مې په اتمه د نازي جرمني له غیر مشروط تسليمېدو اتیا کاله وروسته ترسره کېږي. په دغه جګړه کې له ٥٠ میلیونه ډېر کسان ووژل شول.

ورته مراسم د پاریس او اوټاوا په ګډون په نورو پلازمېنو کې هم ترسره کېږي. روسیه به د جمعې په ورځ خپل مراسم ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img