- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنه: له طالبانو سره تخنیکي همکاري د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري

اروپا – د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې تخنیکي همکاري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه ده او اروپايي ټولنه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو په لور نه ده روانه.

د افغانستان نړیوالې رسنۍ د نومبر په ۲۵مه راپور ورکړی چې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د طالبانو له چارواکو سره د اړیکو او همکارۍ په اړه څرګنده کړې چې دا ډول تماسونه مشخص تخنیکي او عملي موضوعات رانغاړي او باید د سیاسي رسمیت پېژندنې په توګه تعبیر نه شي.

د راپور له مخې، اروپايي ټولنه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په څېر موضوعاتو کې د همغږۍ اړتیا مني، خو ټینګار کوي چې دا همکاري د طالبانو د حکومت د سیاسي مشروعیت د منلو معنا نه لري.

د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته د افغانستان او اروپايي ټولنې اړیکې له ګڼو سیاسي او بشري حقونو اړوندو ستونزو سره مخ دي. د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه، د سیاسي ګډون نشتوالی او د حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو له مهمو اختلافاتو څخه ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې، اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو او د کډوالو د وضعیت په اړه د همکارۍ دوام مهم بولي. د کډوالو د بېرته ستنېدو موضوع په ځانګړي ډول هغه مهال د پام وړ ګرځېدلې چې ګڼ شمېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستنېږي او د سرپناه، کار، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو له ستونزو سره مخ دي.

د اروپايي ټولنې دریځ ښيي چې له طالبانو سره د عملي اړتیاوو پر بنسټ اړیکې او د هغوی د حکومت سیاسي رسمیت پېژندل دوه جلا موضوعات دي. د اروپايي ټولنې په وینا، تخنیکي همکاري د سیاسي دریځ د بدلون معنا نه لري.

- Advertisment -spot_img