- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان د بندیزونو د لرې کولو او د کنګل شویو شتمنیو د بېرته ورکړې غوښتنه وکړه

کابل – د افغانستان د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو له یوه لوړپوړي چارواکي سره په لیدنه کې د افغانستان پر وړاندې د اقتصادي محدودیتونو د لرې کولو او د هېواد د کنګل شویو بهرنیو اسعارو د زېرمو د بېرته ازادولو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، حنیف د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له مشرې رباب فاطمې سره په کتنه کې د کورني تولید، صادراتو، پانګونې او اقتصادي زېربناوو په برخو کې د پرمختګونو یادونه کړې ده.

د اقتصاد وزارت په وینا، حنیف ویلي چې د اقتصادي محدودیتونو لرې کول او د افغانستان ملي شتمنیو ته د لاسرسي برابرول کولای شي د هېواد اقتصادي نظام پیاوړی کړي، سوداګري پراخه کړي، کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او د کارموندنې فرصتونه زیات کړي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپلو میلیاردونو ډالرو بهرنیو اسعارو زېرمو ته لاسرسی له لاسه ورکړ. د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د مرکزي بانک ۳٫۵ میلیارده ډالر د سویس په یوه صندوق کې ځای پر ځای کړل. واشنګټن د دغو پیسو د بېرته سپارلو لپاره د افغانستان د مرکزي بانک خپلواکۍ او د مالي خوندیتوب د تدابیرو عملي کول شرط ګرځولي دي.

د اقتصاد وزیر همدارنګه د نړیوالو مرستو د لومړیتوبونو د بدلون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د مرستو تمرکز باید په تدریجي ډول له بېړنیو بشري مرستو څخه دوامدارو پراختیايي پروګرامونو، د سیمه‌ییزو اقتصادونو پیاوړتیا او د خلکو د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور واوړي.

د راپور له مخې، رباب فاطمې د بشري او پراختیايي همکاریو د دوام، د خصوصي سکتور د ملاتړ او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.

دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د اقتصاد درې سلنه وده اټکل کړې، خو د نفوس د زیاتوالي له امله د سړي سر اقتصادي تولید د ۳٫۳ سلنې کمېدو وړاندوینه کوي.

- Advertisment -spot_img