د امریکا د دفاع وزارت د وروستۍ ارزونې له مخې، له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت تر ۴۷ میلیارد ډالرو اوښتی چې د جولای میاشتې د ارزونې په نسبت څه باندې ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه شمېرې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د معلوماتو پر بنسټ ترلاسه شوې خو تر اوسه په رسمي ډول له خلکو سره نه دي شریکې شوې.
د راپور له مخې، د جګړې له ټول لګښته څه باندې ۲۹ میلیارد ډالر په پوځي عملیاتو کې د کارول شوو مهماتو د بېرته تامین او څه باندې شپږ میلیارد ډالر نور د پوځي تجهیزاتو په ګډون د الوتکو او بېپیلوټه الوتکو د زیانونو د جبران لپاره اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د روان میلادي کال په جولای میاشت کې له ایران سره د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالر اټکل کړی و.
رویټرز لیکلي چې د جګړې د لګښتونو زیاتوالی په داسې شرایطو کې مطرح کېږي چې د امریکا جمهوريغوښتونکی ګوند د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د دې جګړې له سیاسي پایلو سره مخ دی.
د راپور له مخې، په نړۍوالو بازارونو کې د انرژۍ پر بیو د جګړې اغېزو د جمهوريغوښتونکو نوماندانو ملاتړ راکم کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر محبوبیت یې هم منفي اغېز کړی دی.
ټرمپ د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې له اسرائیل سره په ګډه د ایران پر ضد جګړه پیل کړه او هغه مهال یې وړاندوینه کړې وه چې دغه جګړه به لنډمهاله وي.
سرچینې لیکلي چې د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د امریکا پوځي تګلاره د ایران د دفاعي سیسټمونو د په نښه کولو لپاره د پرمختللو او دقیقو ګرانبیه توغندیو پر کارولو متمرکزه وه، څو د دغو سیسټمونو له کمزوري کولو وروسته ارزانه مهمات وکارول شي؛ خو د اپرېل میاشتې اوربند ایران ته فرصت ورکړ چې د خپلو ځینو تر ځمکې لاندې زېرمتونونو فعالیت بېرته پیل کړي او یو شمېر دفاعي سیسټمونه، توغندي او بېپیلوټه الوتکې چې لاسرسی ورته محدود شوی و، بېرته فعال کړي.
راپور له مخې، ټرمپ له هغه وروسته د ایران د تېلو د صادراتو عوایدو د کمولو په موخه پر دغه هېواد سمندري محاصره لګولې او د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته یې د پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال هم مطرح کړی دی.
د رویټرز په راپور کې راغلي چې امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پنټاګون د امر د صادرېدو په صورت کې د سختو پوځي نښتو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.
د راپور د معلوماتو له مخې، د امریکا د دفاع وزارت وروستۍ ارزونه د پوځي الوتنو او سایبري ملاتړ په ګډون د بېلابېلو عملیاتي فعالیتونو لګښتونه رانغاړي؛ خو د هغو امریکایي پوځي اډو د بیارغونې احتمالي لوړ لګښتونه پهکې په روښانه ډول نه دي محاسبه شوي چې د ایران په توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو کې زیانمنې شوې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)