پر سعودي عربستان د یمن حوثیانو د بریدونو په دوام، تازه په ریاض کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، او حوثیانو د سعودي عربستان د تېلو چاڼځای په نښهکېدو ادعا کړې ده.
په راپورونو کې د حوثیانو ویاند، یحیی سریع په حواله ادعا شوې چې دوی دا ځل په ریاض کې د دفاع وزارت ودانۍ په نښه کړې او د سعودي عربستان د تېلو ستر چاڼځای یې هم ویشتلی دی.
د نوموړي په خبره چې دا بریدونه د بالیستیک توغندیو په وسیله شوي دي.
بلخوا د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې چې د یحیی سریع له دې ادعا مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه، ریاض کې د څو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې کېږي چې په تهران کې له ایراني چارواکو سره د مکې تړون غړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ناسته وکړه او د سیمې پر روان وضعیت یې خبرې وکړې.
له تېرې څه مودې راهیسې د یمن حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړې زور اخیستی او دواړو لوریو یو پر بل خونړي بریدونه کړي دي.
په ورته مهال د مصر په ګډون ځینو هېوادونو په روانه جګړه کې له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)