د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ، چې مسکو او کییف لږترلږه ۲۷۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي. له دې سره د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د نهه ملکي وګړو په ګډون ۲۷۰ امنیتي پرسونل یې خوشې شوی دی.
د روسیې دفاع وزارت تېره ورځ(جمعه، د لړم لومړۍ نېټه) اعلان وکړ چې خوشې شوي روسي جنګي بندیان اوس مهال په بیلاروس کې دي. دغه وزارت زیاته کړه چې خوشې شوي سرتېري د فزیکي او رواني درملنې لپاره د بیلاروس طبي تاسیساتو ته لېږدول شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپل ټویټر حساب کې لیکلي چې تبادله شوي بندیان د ملي ګارد غړي، د ازوف کنډک، سرحدي ساتونکي ځمکني دفاعي ځواکونه، سمندري ځواک، د هوايي برید ځواکونه او د دولتي ځانګړي ترانسپورت خدمت دي. هغه زیاته کړه چې ډېری سرتېري له ۲۰۲۲ راهیسې په بند کې ساتل شوي دي.
زیلینسکي لیکلي چې ډېری سرتېري یې په روسیه کې “په ناقانونه ډول” محکوم شوي دي. هغه زیاته کړه چې د راستنېدونکو په منځ کې پنځه کسان وو چې باور کیږي د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې “په اولنیوکا باندې د روسیې ترهګریز برید” کې وژل شوي دي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ زرګونه بندیان تبادله شوي دي؛ دا یو له هغو څو سیمو څخه دی چې مسکو او کییف د روانې جګړې سره سره یو تړون ساتلی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)