قزاقستان او جرمني د صنعتي همکاریو پر پراختیا، د پانګونې راجلبولو او د نویو ټرانسپورټي لارو پر جوړولو خبرې کړې دي.
په دې لړ کې د افغانستان له لارې پاکستان ته د وسپنې پټلۍ جوړولو پروژه هم څېړل شوې ده.
د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه موضوعات د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، په دغه هېواد کې د جرمني له سفیرې، هایکه پایچ، سره د لیدنې پر مهال مطرح شوي دي.
د قزاقستان دغه چارواکي ویلي، هېواد یې لېوالتیا لري چې د ټرانسپورټي لارو تنوع زیاته او له سیمهییزو هېوادونو سره همکاري پیاوړې کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د وسپنې پټلۍ جوړولو طرحه هم د خبرو اترو برخه وه.
د راپور له مخې، قزاقستان، ازبيکستان او متحده عربي اماراتو تر دې مخکې د یادې پروژې په اړه د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)