یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان د هند احتمالي برید وېرولی

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی،چې هره شېبه د کشمیر کنټرول کرښې (LoC) په اوږدو کې د هند د پوځي اقدام امکان شته.

هغه پرون ادعا کړې چې کره راپورونه ښيي، هند د برید لپاره چمتو دی، خو ټینګار یې کړی،چې پاکستان هم د هر ډول یرغل پر وړاندې مناسب ځواب ویلو ته چمتووالی لري.

آصف د پاکستان له صدراعظم، شهباز شریف څخه غوښتي چې د «پهلګام» ‎برید د څېړنې لپاره د یو نړیوال کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر دا هم ویلي چې دا ډول څېړنه ‘د هند د بې بنسټه ادعاوو تر شا حقیقت’ روښانه کولای شي. خواجه اصف د هند صدراعظم، نریندرا مودي تورن کړی،چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره سیاسي ګټه غواړي، چې دا اقدام به د «اټومي جګړې» لامل شي.

د پاکستان دفاع وزیر په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسله‌والو بریدونو ته په اشارې یو وار بیا ادعا کړې،چې په افغانستان کې میشتې وسله‌والې ډلې د هند په ملاتړ په دغو بریدونو کې ښکېلې دي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو له هند او پاکستانه د زغم غوښتنه کړې او د دې سازمان عمومي منشي، انتونیو ګوېتریش ویلي،چې دواړه هېوادونه دې په جګړه کې له ښکېلتیا ډډه وکړي.

- Advertisment -spot_img