ځایي سرچینې ویلي چې د پاکستان جېټ الوتکو د کونړ او پکتیکا پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي چې له امله یې دریو هېوادوالو ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې چې پاکستاني جېټ الوتکو نن سهار شاوخوا څلور بجې د پکتیکا برمل ولسوالۍ په رخه او تورکنډي سیمو کې دوه بریدونه کړي دي.
د سرچینو په وینا، له دغو بریدونو یو یې پر خالي کور شوی او بل یو پخوانی دوکان په نښه شوی، چې تر اوسه کوم چا ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
ځایي سرچینو ویلي چې پر کونړ بیا د پاکستاني الوتکو د برید له امله درې هېوادوال شهیدان او د ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان ټپيان شوي دي.
تر اوسه پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې هم پر افغان خاوره له دا ډول بریدونو وروسته ویلي وو چې ګواکې دلته یې د پاکستاني طالبانو مرکزونه ویشتلي دي.
د یادولو ده چې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د هوایي بریدونو له امله وخت ناوخت عامو افغانانو ته مرګژوبله اوړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)