- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مسعود: د طالبانو پر وړاندې به وسله‌وال مقاومت ته دوام ورکړو

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ويلي، د طالبانو پر وړاندې وسله‌وال مقاومت به تر هغه دوام ولري، چې د نوموړي په وینا، د طالبانو «ظالمانه او استبدادي» حکومتولي روانه وي. نوموړي دا څرګندونې د «شهید اوونۍ» د نمانځنې په مراسمو کې کړې دي.
مسعود ویلي، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د پراختیا شاهدان به واوسي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي ډلو ترمنځ باید یووالی او همغږي پیاوړې شي.
هغه د هغو راپورونو په اړه، چې طالبان د مقاومت د بېلابېلو ډلو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کولو هڅه کوي، ویلي چې د طالبانو د مخالفینو ځواب باید «ګډ یووالی او مقاومت» وي.
نوموړي د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د حکومتولۍ پر لیدلوري هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د زور له لارې واک ته رسېدل د خلکو پر وړاندې د حاکمیت مشروع لاره نه ده. د مسعود په وینا، د طالبانو مخالفین باید د داسې سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي چې افغانان په کې د ازادو ټاکنو له لارې د خپل برخلیک او د حکومت د ډول په اړه پرېکړه وکړي.
مسعود خپل پخوانی دریځ هم تکرار کړی چې که طالبان ټاکنو او د خلکو رایو ته غاړه کېږدي، دی به د ټاکنو پایله ومني؛ حتی که د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په دغو ټاکنو کې بریالی هم شي.

- Advertisment -spot_img