د ایران دفاع وزیر عزیز نصیر زاده خبرداری ورکړی،چې که د دغه هېواد پر خاوره برید وشي، اسلامي جمهوریت به په سیمه کې له کوم محدودیت پرته د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
نصیر زاده د یکشنبې په ورځ د ایران له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: که جګړه یا برید وشي، زموږ غبرګون به پرېکنده وي او امریکايي ځواکونه به هم خوندي نه وي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې،چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایران تور ولګاوه،چې په سیمه کې د حوثي یاغیانو د بریدونو ملاتړ کوي او ویلي یې دي،چې ښايي اسراییل په مستقیم ډول تهران په نښه کړي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی په سیمه کې د پراکسي بریدونو له زیاتیدو وروسته زیات شوی، په ځانګړې توګه سره سمندرګي کې، د مستقیمو جګړو اندېښنې راپورته کړې دي.



