۸ زمری ۱۴۰۵ – په تورخم سرحدي نقطه کې د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) مشرې له هغو عملیاتي فعالیتونو لیدنه وکړه چې د افغان راستنېدونکو لپاره د بیړنیو مرستو او لومړنیو خدمتونو د برابرولو په موخه ترسره کېږي. د کډوالۍ نړیوال سازمان، چې د سرحدي غبرګون د کنسرسیوم مشري پر غاړه لري، له خپلو شریکانو سره په همغږۍ هڅې کوي څو راستنېدونکو افغانانو ته پر وخت، منظم او د خوندیتوب پر بنسټ خدمات وړاندې شي. په دغو خدمتونو کې اړینو مرستو ته د راستنېدونکو لاسرسی، د اړتیا وړ ملاتړیزو پروګرامونو ته راجع کول او د هغوی د بیړنیو اړتیاوو پوره کول شامل دي.



