ذبیحالله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې سترې محکمې په عدلي او قضايي برخه کې مهم پرمختګونه کړي دي. د هغه په وینا، دا مهال د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره څلور ځانګړې محکمې، په کابل کې د نشهيي توکو د قضیو د څېړنې یوه ابتدائیه محکمه، شپږ استینافي محکمې او د هېواد په بېلابېلو برخو کې نورې محکمې فعالیت کوي. مجاهد زیاته کړه چې د دولتي کارکوونکو د تقاعدي حقونو او اړوندو قضیو د څېړنې محکمه، د اداري فساد د قضیو ځانګړې محکمه او د نادرکه اشخاصو د شتمنیو د ارزونې محکمه هم تازه جوړه شوې او خپلې چارې یې پیل کړې دي.



