شنبه, جولای 25, 2026
شنبه, جولای 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونیسف: په نورستان کې سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسول کېږي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) وايي چې د خپلو همکارو ادارو په ملتیا یې د افغانستان په ختیځ کې، په ځانګړې توګه نورستان کې، سېلاب ځپلو کورنیو او ماشومانو ته د ژغورنې مرستې رسولې دي. په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویوالې د جمعې په شپه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، چې د سیمه‌ییزو ټولنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اغېزمنې همغږۍ او همکارۍ له بهیر څخه خوښ دی. یونیسف ویلي، چې له خپلو شریکانو سره یوځای یې په نورستان کې ۶۹۰ اړمنو کسانو ته د بېړنیو مرستو بستې وېشلې دي، چې پکې صابون، د اوبو ساتلو لوښي او د روغتیا ساتنې توکي شامل دي. دغه ملګري ملتونه اداره زیاتوي چې هڅه کوي په دې بېړني حالت کې کورنۍ خوندي پاتې شي، خپل انساني درناوی وساتي او د ژوند د بېرته سمون لپاره د بیا رغونې بهیر پیل کړي. تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وو چې په نورستان کې سېلاب ځپلې کورنۍ بېړنیو خدمتونو، سرپناه او خوراکي توکو ته اړتیا لري. د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، د تېرې اوونۍ سېلابونو له امله په نورستان کې ۲۴ کسان مړه شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

- Advertisment -spot_img