شنبه, جولای 25, 2026
شنبه, جولای 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د یمن حکومت: حوثیان د ایران د اجنډا لپاره د یمن له ګټو سره قمار کوي

د یمن حکومت د سعودي عربستان د سره سمندرګي پر غاړه پر دوو ښارونو د حوثیانو وروستی برید غندلی او ویلي یې دي چې دا ډله د ایران د اجنډا د پلي کولو لپاره د یمن د خلکو او ملي شتمنیو په بیه قمار کوي. د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې حوثیان د سره سمندر او باب‌المندب تنګی د سیمه‌ییز او نړیوال فشار د وسیلې په توګه کاروي. حکومت ټینګار کړی چې د خپلو سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو په همغږۍ به د ملکي وګړو، د هېواد د حاکمیت او د نړیوالې سمندري تګ راتګ د امنیت د خوندي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د یمن حکومت زیاته کړې چې اجازه به ورنه کړي د دغه هېواد خاوره د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې کښتۍ چلونې پر ضد د ګواښونو په مرکز بدله شي، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د حوثیانو مالي او پوځي سرچینې بندې او د هغوی ملاتړي حساب ورکولو ته اړ کړي.

- Advertisment -spot_img