جمعه, جولای 24, 2026
جمعه, جولای 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو پر سعودي د تېل وړونکې بېړۍ د حوثیانو برید وغانده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سره سمندر په باب‌المندب تنګي کې پر یوې سعودي د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د یمن د حوثیانو وروستی برید غندلی او د نړیوالو سمندري لارو د امنیت پر خونديتوب یې ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، عبدالقهار بلخي، د خبرپاڼې له مخې، طالبانو ویلي چې د نړیوالو سمندري لارو د امنیت تأمین، د بېړیو د ازاد تګ راتګ تضمین او د نړیوالې سوداګرۍ د بهیر خوندي او روان ساتل د دوی له ثابتو دریځونو څخه دي. وزارت ټینګار کړی چې باید د دغو لارو پر وړاندې د هر ډول ګواښ او خنډ مخه ونیول شي. په خبرپاڼه کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه شوې چې له اعظمي زغم څخه کار واخلي، له هغو کړنو ډډه وکړي چې د تاوتریخوالي او نښتو د زیاتېدو لامل کېږي، او خپل اختلافات د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو هوار کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د شخړو سوله‌ییز حل کول د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي.

- Advertisment -spot_img