افغان بېسیم مخابراتي شبکې ویلي، د نورستان د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو خلکو سره ولاړه ده او ژمنه لري چې د هغوی لپاره اړینې بشري مرستې او مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي. دې شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغان بېسیم کاري ډلې په نورستان کې په فعاله توګه فعالیت کوي، څو د سېلاب ځپلو کورنیو ته لازمې مرستې ورسوي او د اړتیا وړ مخابراتي خدمتونه برابر کړي. افغان بېسیم زیاته کړې چې د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو خلکو ملاتړ خپل ټولنیز مسؤلیت ګڼي او هڅه کوي د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له اړوندو ادارو او زیانمنو ټولنو سره همکاري وکړي.



