د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د نورستان ولایت له وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو وروسته یې د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ په موخه افغانستان ته د بشري مرستو یوه جوپه سپارلې ده. د وزارت په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي توکي او د کورنیو لپاره خېمې شاملې دي، چې د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې (ANDMA) ته سپارل شوې، څو زیانمنو شویو ټولنو ته ووېشل شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې هند په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به خپلې مرستې ته دوام ورکړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)