لوګر د کرېکټ امر حشمتالله ستانکزي ویلي، د «پسرلي جام» په نوم دغه شل اوریزې سیالۍ د محمداغې ولسوالۍ «مُغلخېل» سیمه کې د ولایت په کچه جوړې شوې دي.
دغو رسمي سیالیو کې ۹ لوبډلې ګډون لري او دوې اوونۍ به دوام وکړي.
هغه ویلي، د یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه کرکټ ته وده ورکول، د لوبغاړ ظرفیت لوړول، رسمي لوبډلو ته د لوبغاړو ټاکل او د ورزشکوونکو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول دي.
د دغو سالیو لومړۍ لوبه د «لوګر بازانو» او «سفید سنګ» لوبډلو ترمنځ وشوه،چې لیدلو ته یې ګڼشمېر مینهوال هم ورغلي وو.
د دغو سیالیو یوه لوبغاړي شاهاغا ویلي، د دې ډول رسمي سیالیو جوړول لوبغاړو ته دا فرصت ورکوي،چې یو له بل سره خپلې تجربې شریکې کړي.
هغه ویلي، کرېکټ بورډ ته پکار ده،چې د لوګر کرېکټ لوبغاړو ظرفیت لوړونې، وسایلو او معیاري لوبغالو په برخه کې شته ستونزې هوارې او پراخې اسانتیاوې رامنځته کړي.



