د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران په پوځي برخه کې «سخت زیانمن شوی» او د دغه هېواد ډېری پوځي وړتیاوې له منځه تللې دي. ټرمپ ویلي: «ایران نږدې هر څه له لاسه ورکړي دي. لا هم یو شمېر توغندي، بېپیلوټه الوتکې او تر یوه بریده د پوځي تولید وړتیا لري، خو ډېره نه ده.» هغه د امریکا د دوشنبې ورځې سهار وختي د ایران پر ضد د تازه غچ اخیستونکو بریدونو په اړه وویل: «نن شپه مو بیا پر دوی ډېر سخت ګوزار وکړ، او دا مو د هغو دوو، یا ښايي درېیو، سترو وطنپالو کسانو د درناوي په موخه ترسره کړل.» ټرمپ د هغو امریکايي سرتېرو یادونه وکړه چې د ایران په وروستیو بریدونو کې دوه وژل شوي او یو بل ورک بلل شوی دی. په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران د شنبې ورځې د بېپیلوټه الوتکې د برید پر مهال د پاتې چاودېدونکو توکو د له منځه وړلو په عملیاتو کې د عراق په شمال کې یو بل امریکايي سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.



