په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ اعلان کړی چې له دې وروسته به د خیبر پښتونخوا اړوندې ډیپلوماتیکې چارې د اسلاماباد په امریکايي سفارت کې د خیبر پښتونخوا څانګې له لارې پر مخ وړل کېږي. د امریکا کونسلګرۍ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پېښور کې د کونسلګرۍ فعالیتونه پای ته رسېږي او د سیمې اړوندې چارې به له اسلاماباد څخه تنظیمېږي. تر اوسه د دې پرېکړې د دلیل په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د امریکا ډیپلوماتیک ماموریت ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا له خلکو سره د اړیکو او اړوندو خدمتونو بهیر به دوام ولري.



