سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لاوروف د هرمز تنګي د بشپړې ازادې کښتۍ‌تګ راتګ غوښتنه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هرمز په تنګي کې د کښتۍ‌تګ راتګ د بشپړې ازادۍ د بېرته ټینګښت غوښتنه کړې ده. د بي‌بي‌سي د څارنې څانګې د راپور له مخې، د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ویلي چې لاوروف دا څرګندونې د جمعې په ورځ په مسکو کې د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیحون بایراموف سره په ګډه خبري غونډه کې کړې دي. لاوروف ویلي: «موږ له ټولو ښکېلو خواوو سره په خپلو اړیکو کې په طبیعي ډول د سمدستي اوربند غوښتنه کوو، او همداراز غواړو چې وضعیت هغه حالت ته بېرته راوګرځي چې د هرمز تنګی په بشپړه توګه ازاد و او کښتۍ‌تګ راتګ له هېڅ ډول ستونزې او محدودیت پرته روان و.» د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ اقتصاد ته د احتمالي ګواښونو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې حوثيانو اعلان کړی، که د ایران پر ضد شخړې دوام وکړي، ښايي د باب‌المندب تنګی وتړي. باب‌المندب د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د سور سمندرګي له لارې د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد په برخه کې مهم اهمیت لري.

- Advertisment -spot_img