د خیبر پښتونخوا د نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال کاکړ ویلي، هند د پاکستان دښمن نه دی، بلکې د پښتنو سیمو اصلي ستونزې د امنیتي او استخباراتي ادارو له تګلارو سره تړاو لري. کاکړ د کوټې په یوه غونډه کې ویلي، په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو سیمو روانې جګړې نه له اسمانه راکوزې شوې او نه هم په طبیعي ډول رامنځته شوې دي، بلکې د ده په وینا، د پاکستان د استخباراتي ادارو د سیاستونو پایله ده. هغه ادعا کړې چې د پاکستان امنیتي پالیسۍ تر ډېره د پښتنو پر ضد کارول شوې دي او دغه هېواد د هند پر ځای پښتانه او افغانان د اصلي ګواښ په توګه ګڼي. د نشنل عوامي ګوند مشر زیاته کړې چې پښتانه او د هغوی سیاسي ګوندونه اوس په ګډ دریځ کې قرار لري او دا یې د یووالي او همغږۍ لپاره مهم ګام بللی دی. د کاکړ څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې امنیتي وضعیت، د افغانستان او پاکستان اړیکې او د ډیورنډ فرضي کرښې موضوع لا هم په سیمه کې له مهمو بحثونو څخه شمېرل کېږي.



