د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سعودي عربستان ته د شاوخوا دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلور اجازه ورکړل شوې ده. د دغه وزارت په وینا، دا اقدام د واشنګټن د یوه مهم سیمهییز ملګري د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي. دا اعلان په داسې مهال شوی چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته په سیمه کې ترینګلتیا بېرته زیاته شوې ده. په همدې وخت کې ایران په سیمه کې پر امریکایي پوځي اډو بریدونه زیات کړي او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) هم د ایران پر ضد د نویو عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی.



