سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: ایران یو امریکایي بندي خوشې کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران یو امریکایی وګړی، چې د هغه په وینا په ناحقه نیول شوی و، خوشې کړی او له دغه هېواده یې د وتلو اجازه ورکړې ده. ټرمپ په «ټروت سوشل» ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې لیکنه کې ویلي، هغه امریکایۍ مېرمن چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې، د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال نیول شوې وه، اوس له ایرانه وتلې او په خوندي ځای کې ده. د امریکا ولسمشر د خوشې شوې مېرمنې نوم نه دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې نوموړې «په بشپړ ډول روغه ده» او نور په ایران کې نه اوسي. ټرمپ د خپلې لیکنې په پای کې د ایران له دې اقدام څخه مننه کړې او دا یې د «ښه نیت» یو ګام بللی دی.

- Advertisment -spot_img