سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د ایران پر ضد بریدونه به هغه وخت پای ته ورسېږي چې زه ووایم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې وویل، د ایران پر ضد بریدونه به تر هغه وخته دوام ولري چې دی پرېکړه وکړي چې نور بس دی. ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې بریدونه به تر کومې مودې دوام ولري، وویل: «تر هغه وخته چې زه ووایم بس دی.» هغه ادعا وکړه چې د ایران حکومت لا هم د جګړې کولو یو څه وړتیا لري، خو د دوی لپاره ډېر څه نه دي پاتې. ټرمپ د اوسني وضعیت په اړه وویل چې خلک یې هر نوم بللی شي، خو امریکا پر ایران «ډېر سخت ګوزار» کړی دی. هغه یو ځل بیا د هرمز تنګي د پرانیستي پاتې کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې ستراتیژیکې لارې ساتنه مهمه ده.

- Advertisment -spot_img