د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو عالي کمېسیون وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له سرحدي لارو څخه تر څلور زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د بېاسناده افغان کډوالو لپاره ټاکل شوې د استوګنې موده دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېده. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې سیمهییزو چارواکو ته سپارښتنه کړې وه، چې د جولای له لسمې نېټې څخه دې ټول هغه افغانان ونیول شي چې قانوني اسناد نه لري. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي چې د سرحدي لارو له لارې راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې او لومړني روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي. د خبري اژانسونو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د ټاکل شوې مودې تر پای ته رسېدو وروسته، ګڼې افغان کورنۍ خپل توکي راټولوي او افغانستان ته بېرته ستنېږي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې یوازې له پېښوره شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال د ایستلو لپاره په پام کې نیول شوي دي. د پاکستان د حکومت دغه تازه پرېکړه د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د هغو سوداګرو او پانګوالو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولي، چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه لري. ځینو کډوالو بيبيسي ته ویلي، چې د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو څخه نه وځي.



