د کویټ دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې درې سرحدي پوستې د «دښمنانه برید» هدف ګرځېدلي او مالي زیانونه یې اړولي دي. دغه وزارت همداراز ویلي چې د کویټ په ځمکنيو اوبو کې یوه سمندري برمهکوونکې سکوې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوې، چې له امله یې مالي زیانونه او د یوه کارکوونکي د ټپي کېدو لامل شوې ده. د کویټ دفاع وزارت ویلي، دا بریدونه وروسته له هغه رامنځته شول چې د ایران په بندر عباس او قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول؛ خو د برید د عامل په اړه یې څه نه دي ویلي. دا پېښې په داسې حال کې شوې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تازه تاوتریخوالي وروسته، د ایران سپاه پاسداران او پوځ د سیمې په پنځو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو خبر ورکړی دی.



