چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ او محمد بن سلمان د امریکا او ایران د خبرو او سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه خبرې وکړې

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې کړې دي. یاد وزارت د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۰مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو مشرانو د سیمې وروستي بدلونونه، په ځانګړي ډول د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ روانې خبرې، وڅېړلې. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د سمندري تګ‌راتګ د امنیت، د سمندري لارو د خوندي ساتنې او هغو هڅو پر ملاتړ ټینګار وکړ چې د سیمې د امنیت او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي. دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې ترسره شوې چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او دواړو خواوو پر یو بل متقابل بریدونه کړي دي. سعودي عربستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې پر مهال څو ځله د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلی و، خو د وروستیو نښتو پر مهال ایران په سعودي عربستان کې د امریکا اړوند اډې او تاسیسات نه دي په نښه کړي.

- Advertisment -spot_img