چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نتانیاهو او ټرمپ د ایران او سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

اسرائیلي رسنیو، د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دفتر په حواله، راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له نتانیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران اړوند وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي. د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همغږو اقداماتو په اړه خبرې کړې، او ټرمپ نتانیاهو د ایران پر وړاندې د امریکا له روانو اقداماتو خبر کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، نتانیاهو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د نږدې سلاکارانو د هغو څرګندونو نیوکه هم کړې چې د اسرائیل پر ضد شوې دي. هغه د اسرائیل او لبنان د پولې په اوږدو کې د امنیتي سیمو پر ساتلو ټینګار کړی دی. ترکیې په وروستیو ورځو کې د ناټو د مشرانو د غونډې کوربه‌توب کړی و. د دغه هېواد چارواکو څو ځله اسرائیل تورن کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې د هڅو د کمزوري کولو هڅه کوي. بلخوا، اسرائیل هم څو ځله ترکیې ته د پرمختللو F-35 جنګي الوتکو د احتمالي پلور په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. د راپورونو له مخې، همدې موضوع اسرائیل ته د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسېت د سفر د لغوه کېدو لامل شوې ده.

- Advertisment -spot_img