د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی،چې د خلکو ازادي د بیان له آزادۍ سره تړلې ده.
ګوټرېش شنبه د مې پر ۳مه په یوه ویډیويي پیغام کې زیاته کړې،چې خبریالان باید له وېرې پرته راپور ورکړای شي.
هغه ټینګار کړی: «کله چې خبریالان نه شي کولای خپل کار ترسره کړي، موږ ټول زیانمېږو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د «بې پولې خبریالانو» سازمان په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې چې رسنۍ له سختو شرایطو سره مخ دي.
د سازمان پر وینا، خبریالان د اقتصادي او ځاني ګواښونو تر فشار لاندې دي.
د یادونې وړ ده،چې د افغانستان رسنۍ د طالبانو د محدودیتونو او سخت سانسور له امله د زوال پر حال کې دي.



