چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

قطر د ټانکر د برید په تړاو د ایران د سفیر مرستیال احضار کړ

قطر د «الرکیات» د تېلو وړونکې بېړۍ د په نښه کېدو په تړاو د ایران مرستیال سفیر احضار کړی او هغه ته یې رسمي اعتراضي لیک سپارلی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر دې بېړۍ برید د نړیوال سمندري تګ راتګ د امنیت جدي سرغړونه، د نړۍ د انرژۍ د برابرۍ لپاره ګواښ او د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی. د قطر حکومت له ایران څخه غوښتي چې هر هغه اقدام سمدستي ودروي چې د سیمې امنیت، نړیوال سمندري تګ راتګ او د انرژۍ نړیواله رسونه له خطر سره مخ کوي. دغه وزارت له ایران څخه هم غوښتنه کړې چې د یادې پېښې په اړه ژر تر ژره وضاحت وړاندې کړي.

- Advertisment -spot_img