د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا د دواړو هېوادونو د اړیکو راتلونکی د خلکو د پام وړ ګرځولی دی. که د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره روانې هڅې بریالۍ نه شي، نو راتلونکې کې به څه پېښ شي او پر سیمې او نړۍ به یې اغېز څه وي؟
ایا اقتصادي فشارونه او بندیزونه به نور هم زیات شي؟
ایا د پوځي نښتې ګواښ به لوړ شي؟
که به د خبرو اترو نوی پړاو پیل شي؟ شنونکي وايي، د خبرو ناکامي کولای شي د منځني ختیځ په سیاسي او امنیتي حالت کې لوی بدلونونه راولي. ستاسو په اند څه به پېښ شي؟ ایا لا هم د هوکړې لپاره لاره شته، که به کړکېچ نور هم زیات شي؟
خپل نظرونه له موږ سره شریک کړئ.



