چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایراني رسنۍ : په هرمز تنګي کې پر یوې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ برید شوی

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې په هرمز تنګي کې پر یوې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ، وروسته له هغې برید شوی چې د دغو رسنیو په وینا یې د ایراني ځواکونو پرله‌پسې خبرداری له پامه غورځولی و. د ایران دولتي ټلوېزیون (IRIB) د باوري سرچینو په وینا، چې نومونه یې نه دي خپاره شوي، ویلي چې دې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ غوښتل د امریکا د سمندري ځواکونو په ملاتړ د هرمز تنګي له سوېلي لارې، چې د عمان په اوبو کې ده، تېر شي. د رسنیو د وینا له مخې، کله چې بېړۍ ورکړل شویو خبرداریو ته غوږ ونه ګراوه، پرې برید وشو. خو تر اوسه د ایران هېڅ دولتي چارواکي د دې خبر د رښتینولۍ یا ناسم‌والي په اړه څه نه دي ویلي. ایران تر دې وړاندې بېړیو ته خبرداری ورکړی و چې د هرمز تنګي له سوېلي لارې، چې د عمان په اوبو کې ده، تګ راتګ ونه کړي. ایران دا هم ویلي چې د دې مهمې سمندري لارې ټول تګ راتګ باید د ایراني پوځي ځواکونو په سلا او همغږۍ ترسره شي.

- Advertisment -spot_img