مجتبی خامنهای د يو حکم له مخې غلامحسین محسني اژهاي د ايران د قضايي قوې د مشر په توګه د بلې دورې لپاره په خپله دنده پاتې کړی دی. په دغه حکم کې ويل شوي: «ستاسې د ارزښتمنو او رښتينو هلوځلو د ستاينې په ترڅ کې، د اساسي قانون د ۱۵۷مې مادې پر بنسټ، تاسو د قضايي قوې د مشر په توګه ټاکم.» له دې حکم وروسته، د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان په يو پيغام کې د اژهاي بيا ټاکنه وستايله او دا يې د رهبر له لوري د هغه پر ژمنتيا، تجربه او خدمتونو د باور نښه وبلله. اژهاي د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۰مه نېټه د قضايي قوې مشر ټاکل شوی و او د هغه لومړۍ پنځه کلنه دوره اوس تازه پای ته رسېدلې ده. هغه په ايران کې د اعتراضونو او ځينو قضايي دوسيو د سخت چلند له امله پېژندل کېږي. د راپورونو له مخې، نوموړي د اعتراضونو او جګړو وروسته څو ځله له څارنوالانو غوښتي چې د نيول شويو کسانو دوسيې ژر وڅېړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په اړه چې د “همکارۍ”، “جاسوسۍ” يا “له دښمن سره د اړيکو” په تور نيول شوي دي. د بشري حقونو ځينو ادارو د هغه د دورې پر مهال د اعدامونو د زياتېدو او د حکومت د مخالفانو د شتمنيو د ضبط او مصادرې د پېښو د ډېرېدو راپورونه ورکړي دي.



