چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بریتانیا د پاکستاني جنسي مجرم د ایستلو هڅه کوي، خو قانون یې مخه نیولې

بریتانوي چارواکي وایي، له پاکستاني چارواکو سره د ۷۳ کلن پاکستاني‌الاصله جنسي مجرم شبیر احمد د پاکستان ته د بېرته لېږلو په اړه په اړیکه کې دي، خو یو ۵۵ کلن قانوني خنډ د هغه د ایستلو مخه نیولې ده. شبیر احمد، چې د ماشومانو د جنسي ځورونې د یوې بدنامې ډلې له مخکښو غړو څخه بلل کېږي، له کلونو بند وروسته د روانې اوونۍ په ترڅ کې خوشې شوی دی. بریتانیا په ۲۰۱۲ کال کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي جرمونو له امله د هغه برېتانوی تابعیت لغوه کړی و. د زیانمنو ماشومانو کورنیو او یو شمېر سیاستوالو د هغه د ایستلو غوښتنه کړې، خو حکومت وایي اوسنی قانون د دې کار اجازه نه ورکوي. د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې دا قضیه وڅېړي. د هغه دفتر ویلي، لندن دا موضوع له اسلام‌اباد سره هم شریکه کړې او د بهرنیو مجرمانو د بېرته لېږلو لپاره له ټولو قانوني لارو چارو ګټه اخلي. د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې چې د یوه مجرم خپل اصلي هېواد ته د بېرته لېږلو لپاره د هغه هېواد همکاري او هوکړه اړینه ده، او حکومت دا مهال له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د دې قضیې د حل لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي.

- Advertisment -spot_img