د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد مشر مجتبی خامنهای ته خبرداری ورکړی و چې که له امریکا سره د احتمالي هوکړې مخالفت وشي، نو دی به له خپلې دندې استعفا وکړي. د راپور له مخې، د ایران د مرکزي بانک پخواني رئیس عبدالناصر همتي په یوه لیک کې خامنهای هڅولی چې د تفاهم لیک له طرحې سره موافقه وکړي. نیویارک ټایمز زیاتوي چې پزشکیان د هوکړې له لاسلیک مخکې خبرداری ورکړی و چې د ایران پر ضد احتمالي سمندري محاصره کولی شي د هېواد اقتصاد او سوداګري سخت زیانمن او فلج کړي. یادونه: دا راپور د نیویارک ټایمز له قوله خپور شوی او تر اوسه ایراني چارواکو په رسمي ډول د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي



