یمن حوثي ډلې ویلي، د دوی ځواکونو له هغو «سعودي جنګي الوتکو» سره مخامخ شوې، چې د دوی په وینا، غوښتل یې د یوې ایراني ملکي الوتکې د صنعا نړیوال هوايي ډګر ته د ناستې مخه ونیسي. د حوثیانو پوځي ویاند، یحیی سریع، ویلي که سعودي عربستان د یمن د هوايي حریم سرغړونو ته دوام ورکړي، نو دغه ډله به د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او نور مهم بنسټونه په وچه او سمندر کې په نښه کړي. هغه زیاته کړه چې د صنعا او تهران ترمنځ الوتنې به، د هر ډول پایلو سره سره، روانې وي. د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون ویلي، یوې ایراني ملکي الوتکې د جمعې په ورځ صنعا ته الوتنه وکړه او د دې ډلې پلاوی یې د ایران د پخواني مشر علي خامنهیي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولېږداوه. د ټلوېزیون په وینا، په الوتکه کې له ۲۰۰ څخه ډېر ناروغان هم سپاره وو. بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ګډ ځواک د شنبې په لومړیو ساعتونو کې د حوثیانو د خبرو په ځواب کې وویل، دا څرګندونې د یمن د خلکو پر وړاندې د حوثیانو له کړنو څخه د خلکو د پام اړولو هڅه ده. دغه پوځي ګډ ځواک ګواښ وکړ، که د سعودي عربستان د په نښه کولو یا د یمن د ملي واکمنۍ د ماتولو هر ډول هڅه وشي، نو په پرېکنده او بېساري ځواک به ورته ځواب ورکړل شي. سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې، وروسته له هغې چې د ایران ملاتړو حوثیانو صنعا ونیوله، په یمن کې د پوځي ګډ ځواک مشري کوي.



