د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان ۹مه، د سېشنبې ماښام شاوخوا ۸:۳۰ بجې، د کندز ښار د کابل بندر سيمې په کارته آريانا کې د طالبانو پر ښاري ګزمې د رينجر موټر برید کړی دی. د دې جبهې په وينا، په دغه بريد کې دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی. د ازادۍ جبهې زياته کړې چې په شمال ختيځ زون کې د دوی پرلهپسې عملياتو د طالبانو ليکې ګډوډې کړې او په سيمه کې يې اندېښنه زياته کړې ده. طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



