چهارشنبه, جولای 1, 2026
چهارشنبه, جولای 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د سوریې ولسمشر په سوېلي سیمو کې د بې‌ثباتۍ د هڅو په اړه د اسرائیلو اقدامات په کلکه وغندل

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د اسرائیلو هغه هڅې په کلکه غندلې دي چې د دغه هېواد په سوېلي سیمو کې د بې‌ثباتۍ د رامنځته کولو لپاره ترسره کېږي. د سوریې د «الاخباریه» شبکې د راپور له مخې، احمد الشرع ویلي: «د اسرائیلو رژیم یو ځل بیا هڅه کوي چې زموږ پاکه خاوره د دوامدارې ګډوډۍ په ډګر بدله کړي. دوی غواړي د ملت یووالی له منځه یوسي او زموږ د بیا رغونې او پرمختګ وړتیاوې کمزورې کړي.» هغه زیاته کړه: «سوریه نه د بهرنیو دسیسو د ازموینې ډګر دی او نه د نورو د زیاتي غوښتنو د پلي کولو ځای.» د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې اسرائیلي ځواکونه د درعا ولایت په سوېلي سیمو کې د «عابدین»، «جمله» او «تل المغر» کلیو ته ننوتل، دا څرګندونې شوې دي. ویل کېږي دغه سیمې تر دې مخکې د توپچي او چورلکو د هوايي بریدونو هدف هم ګرځېدلې وې. د «الاخباریه» شبکې ویلي چې ځايي اوسېدونکو د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې، چې د امنیتي پوستو د جوړولو هڅه یې کوله، مقاومت ښودلی دی. بل لور ته، د سوریې د مدني دفاع ادارې ویلي چې په دې پېښو کې څو کسان ټپیان شوي او مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي اعتراض لېږلی او دا اقدامات یې د اسرائیل او سوریې ترمنځ د جولان د اوربند د تړون ښکاره سرغړونه بللې ده.

- Advertisment -spot_img