د برېښنا او ملي پراختیا شرکتونو د افغانستان د برېښنايي ځانبسیاینې د چټکتیا په موخه د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی. د دغه هوکړهلیک له مخې، دواړه ادارې به د برېښنا د پراختیا لپاره د لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو په جوړولو او پلي کولو کې ګډ کار کوي. دغه همکاري د افغانستان د برېښنايي زیربناوو د پراختیا او ځانبسیاینې د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.



