چهارشنبه, جولای 1, 2026
چهارشنبه, جولای 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ازادۍ جبهې ادعا: په کندز کې یې دوه طالبان وژلي او یو یې ټپي کړي

د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان ۹مه، د سې‌شنبې ماښام شاوخوا ۸:۳۰ بجې، د کندز ښار د کابل بندر سيمې په کارته آريانا کې د طالبانو پر ښاري ګزمې د رينجر موټر برید کړی دی. د دې جبهې په وينا، په دغه بريد کې دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی. د ازادۍ جبهې زياته کړې چې په شمال ختيځ زون کې د دوی پرله‌پسې عملياتو د طالبانو ليکې ګډوډې کړې او په سيمه کې يې اندېښنه زياته کړې ده. طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

- Advertisment -spot_img